IQNA

په تیر یوه کال کې  په بنګله دیش کې ۲۵۶ جوماتونه جوړ شول 

10:41 - October 09, 2025
د خبر لمبر: 3491836
ایکنا -  د قطر خیریه موسیسې په بنګله دیش کې  په تیر یوه کال کې د ۲۵۶ جوماتونو د جوړولو خبر ورکړ.

ایکنانیوز د الجریزه له قوله راپور راکړی، د قطر خیریه موسیسې  د ۲۰۲۴کال له جولائي څخه د  ۲۰۲۵ کال تر جولائي پورې  په درست بنګله دیش کې  ۲۵۶ بشپړ  مجهز جوماتونه جوړ کړي دي ؛  دغه مقدس ځایونه  په کلیوالو سیمو او ښارګیو کې  څه دپاسه  یو پنځوس زره لمونځ ګوزارو ته آرامښت او هوساینه بیرته ورګرځولی شي.

د قطر خیریه موسیسې  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې د  موقته لمنځونو  پرانیستې فضاؤ په ځاي  پياوړي او بشپړ سنبال جوماتونه جوړ شوي دي؛ هر یو جومات  وضوخانه ، د لمونځ ټغر، بریښنا یا رڼا ،پنکې  او لاؤډسپيکر لري چې  د لمونځ زده کړې او ټولنیزو فعالیتونو  لپًاره  مناسب چاپیریال برابروي.

ددغو جوماتونو جوړول  د نظر وړ سیمو  د ضروري اړتیاؤ ته ځواب ورکوي . داسې ځاي چې ډیری لمونځ کونکي  خپل لمانځونه په کوڅو  او ځینو هغو ځایونو کې  اقامه کوي، چې خوندیتوب او آسانتیاوې  ئې نه درلودې، د ورښتونو په موسم کې  ئې چتونه څاڅيدل، په داسې حال کې چې په اوړي کې  به ئې د هوا د بهر ویستلو  او د یخې هوا لپاره پنکې  نه درلودې  او د جماعت لمنځونه له ډيرو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ  سره  مخامخ کیدل.

 همداراز د قطر خیریه موسیسې  په تیرو پنځو کلونو کې  په درست بنګله دیش کې څه دپاسه شپږ سوه جوماتونه جوړ کړي  او د  څه دپاسه یولک پنځوس زره  لمونځ ګوزارو لپاره ئې د خپلو مذهبی  مناسبتونو او عبادتونو دترسره کولو  لپاره  د امن ځایونه جوړ او چاپيریالونه برابر کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4309563

captcha